۱
ډاکټر امجد خان چې کله لسم وو او که دولسم پاس کړو نو وړمبې د رحمت شاه سایل صېب دوکان ته راغلو هلته د سایل صېب سره ډاکټر خالق زیار صېب او ډاکټر صاحب شاه صابر صېب هم ناست وو ډاکټر خالق زیار صېب د امجد خان نه پوښتنه وکړه چې خیر خو دې بچیه راځه راځه کېنه امجد خان ورته اووي چې بابو دادا پاس شوم د پاس کېدو په اوریدو سره ډاکټر صاحب شاه صابر صېب د خپله جېبه پېسې راوېستې او امجد خان له ېي ور کړې او ورته یې اووي چې کېنه مه ورشه مټائ او چائ راوړه .
۲
جوهر لونګېن صېب چې کله په سعودې عرب کښې وو نو په روخصتې راغلې وو یوه ورځ د درګئ تحصېل مخې ته د ملګرو وکېلانو سره ناست وو نو ډاکټر صاحب شاه صابر صېب هم په دغه وخت دغلته راغلو په جوهر لونګېن چې یې سترګې ولګېدې نو سمدستې یې ترې تپوس وکړو چې وراره ته کله راغلې یې جوهر لونګېن ورته په خندا خندا اویل چې لالا دا خبره اوس زړه شوي ده بله ورځ خو بیا روان یم .
۳
د دوه زره پېنځه نه تر دوه زره نهه پورې ما په اماراتو کښې غټ ګاډې چلوو د ډاکټر صاحب شاه صابر صېب د مرګ په ورځ مې ټرمینل ټو ایرپورټ ته لوډ وړې وو هغه وخت فېسبوک نه وو او که وو هم نو زما هیڅ سوشل ایکاونټ نه وو د غرمې داسې دولس بجې راته د مېردې سخاکوټ کلیم چې زما کلاس فېلو وو کال وکړو اواز یې بېخې بوغ شوې وو ما ورته ویل ولې هلکه مرئ دې خرابه ده نو هغه راته په ژړا شو ما ورته ویل خېر خو دې هلکه نو ویل یې صاحب شاه صېب مړ دې ما ورته ویل ګوره زمونږ د مسافرو سره داسې ګپ مه لګوه هغه راته وي ستا سره مې ګپ شته خو داسې نه بیا مې ورته ډیر هلو هلو وکړه خو اواز یې نه راتلو .
۴
په دوه زره څوارلس کښې سوات ته تلې ووم نو هسې مې زړه له راغله چې د ملګرې ندیم صېب خواله لږ ورشم او وراغلم ندیم صېب سره چې لږه شېبه کېناستم نو د واپسې اراده مې وکړه هغه وي زه درسره هم ځم خو جبڼ ته نه د عثمان اولسیار خوا له ما ورته وي هغه مه خبره وه بله ورځ به یې خوا له راشم خو هغه وي ما خبر کړې دې اوس ستا خوښه ده که لاړ شو نو خوشحاله به شی ځکه چې ناروغه هم دې او که نه ځو نو زما نه نه خو ستا نه به خفه شی لنډا دا چې د عثمان لالا خوا له لاړو ګپ شپ مو لګوو ماسخوتن ناوخته مې ورته اووي چې لالا مونږه به ځو هغه وي که ندیم ځي نو ځي دي خو ستا او د وقار به راسره شپه وي ما ورته ډیر اووي چې شپې ته نه ایساریږو خو هغه راته بیا دا خبره وکړه چې زما سره د صاحب شاه صېب څه ویډیو دې که شپه کوي نو هغه به درله سبا سحر ډالئ درکړم ما ورته اووي که د دې د پاره دوه شپي هم وي نو کووم یې درسره خیر سبا سحر مې د عثمان لالا نه کیسټې تر لاسه کړې او را روان شو بټخیلې ته چې را ورسېدم نو ډاکټر خالق زیار صېب راته کال وکړو چې چېرته یې ما ورته وي کور یم وي یې که بازار ته راځي نو زه د سایل صېب په دوکان کښې ناست یم ما ورته وي دراغلم چې د سایل صېب دوکان ته ورسېدم نو ډاکټر صېب راته اووي که ګاډې نه وو نو زه به درپسې درغلې ووم تا خو ډیر ایسار شوي ما ورته اووي ډاکټر صېب اصل کښې زه دغه وخت کور نه ووم د بټخېلې سره ووم او راتلم هم نیغ ستاسو خوا له ما ورته ویل دا وګوره دا د سوات هغه د دوه زره اووه مشاعره مې راپېدا کړه د امن په نوم چې شوې وه هغه زما نه خبره واخسته وي صاحب شاه چې پکښې وو او د هغه نېمګړې نظم دغه وخت ما پخپل ژوند کښې په دویم ځل د ډاکټر خالق زیار صېب په سترګو کښې اوښکې اولېدې او ما د ځان سره بیا د پرېکړه وکړه چې په هېره به هم د ډاکټر خالق زیار صېب سره د ډاکټر صاحب شاه صابر صېب ذکر نه کووم .
No comments:
Post a Comment