خالق او مخلوق
نۀ ستا ده دا دنیا او نۀ زما د مسلمانه
هغۀ ته به ئي پرېږدو چې د چاده مسلمانه
هیڅوک پۀخپل اختیارنۀ مسلمان اونۀکافر دے
دا برخه د هر چا جدا جدا ده مسلمانه
نۀ تانه چا پوښتنه کړې ده او نۀ د مانه
خپل خېر غواړه فناه ده کۀ عقبا ده مسلمانه
کافر که د کافر کر ه پیدا شو دوزخي شو
په دې کې د کافر کومه خطا ده مسلمانه
او تۀ چې مسلمان کره پېدا شوې جنتي شوې
نو دې کې وایه ستا کومه رضا ده مسلمانه
هغه خو پۀ تیرې کې اوسېدۀ تیرې کې مړ شو
خبر نۀ ؤ چې خوا وشا رڼا ده مسلمانه
د دواړو عقیده روایتي ، وراثتي ده
د داړو عقیده نه ده اذاده مسلمانه
هیڅوک په خپله خوښه باندې نۀ دے پیدا شوے
دا خوښه ستا زما نۀ ، د مؤلا ده مسلمانه
هغۀ نه ګېر چاپېره بت خانې او کلیسې وې
هم هغه عقیده ئ کړه اباده مسلمانه
د تانه ګیر چاپیره وو بانګونه جماتونه
نو تۀ شوې مسلمان خبره داده مسلمانه
اوس ما باندې به هم بلها فتوې اوله ګوې چې
او وائ به چې چوپ شه ناروا ده مسلمانه
دا تۀ چې کومه وائې دا د عقل نه بهر ده
دا زۀ چې کومه وایم دا رښتیا ده مسلمانه
بس شکر پرې وباسه د خالق مهرباني ده
پیدا چې مسلما ن کره شوې ښاده مسلمانه
زرینه خدائ دې ټول انسانیت جنت ته بوځی
زما خو د خالق نه دا دعا ده مسلمانه
(زرین پریشان (مرحوم
No comments:
Post a Comment