اندېش شمس القمر
زۀ به د اوښو په سېلاب باندې تور غرونه يوسم
خو په ژړا به اخر څنګ دا کاڼي زړونه يوسم
لاړل د مينې د مالونو اخستونکى مړۀ شول
کوم خوا ته لاړ شم ،په کوم لورى ستا غمونه يوسم
دلته هر چا زم زمه کړې ده د شمېر پاڼه
چا له د دړد و محبت ډک سرودونه يوسم
زما د طمعې سره غاړه غړۍ راغے سپرلے
چې د جانان څڼې اوربل له ترې ګلونه يوسم
ستا اداګانې د وفا کۀ د جفا استاذى
کوم يو موسم له دې د مينې دا رنګونه يوسم
بيا مې د زړۀ دنيا اباده په مئينو نۀ شوه
زۀ چا له ، چرته خپل يادونه خپل خوبونه يوسم
تۀ کۀ راتلے او کۀ نا ستا خوښه ده ستا اختېار دے
زۀ به دې لارې له ډېوې دا اُميدونه يوسم
No comments:
Post a Comment