ما د ګلونو د رنګونو دلداري کړې ده
ما د سپرلو د انتظار سره یاري کړې ده
ـ
ما د خپل زړه په رڼا ستوري د اسمان رڼول
زه که ذره وم ما د لمر سره سیالي کړې ده
ـ
زما د زړه څړیکې به دومره بې اثره نه وي
ما د زخمونو کرونده په نري سوي کړې ده
ـ
د جانان ذکر مې په ژبه د غزل کړے دے
د خپل ارمان کیسه مې تل په اسویلي کړې ده
ـ
مونږ د دنيا د بادشاهانو بادشاهۍ ړنګ کړې
خو یو سړي زمونږ په زړونو بادشاهي کړې ده
ـ
ماته د دې خلکو د زړونو د تیارو پته ده
ما د دې کلي په کوڅو کې ملنګي کړې ده
ـ
زه یې د خپل وجود د خوږ په خوږو پوهه کومه
په ما د یار سترګو بلا مهرباني کړې ده
ـ
ته څه خبر یې د زړه سره تاته څه پته ده؟
چې ستا صابر څومره په ګرانه شاعري کړې دہ
No comments:
Post a Comment