مسلمانه چــــــــرته لاړي
وه جــــانانه چــــرته لاړې
په خله یو څه په زړه بل څه
بې ایمانه چـــــــرته لاړې
شـــــوې په مينه بدګمانه
بدګمانه چــــــــرته لاړې
خوشحالۍ کښې راسره وې
لــه خفګانه چـــــرته لاړې
اوس زمــــا تصوير ته ژاړي
وائي خانه! چــــــرته لاړې
بې له تا راســــــره څه وو
ته زمــــــــا نه چرته لاړې
زمــــا زړه په تــــا ډاډه وو
نيازک خــانه چــــــرته لاړې
د هغه لېوني په نوم چې د خپل اشنا د سترګو وړاندې د سيند څپو په مخه کړې وي ،هغه ورله لاس نه ورکوي او د خپلو سترګو وړاندې خپل مئين ناترسه د بېلتون څپو ته وسپاري....
Niazak Khan
No comments:
Post a Comment