Monday, April 1, 2019

کور او د کور ټل چیزونه خولي رالګوي۔


کور او د کور ټول څيزونه خولې را لګوي
بې لــــــه تانه خپل خوبونه خولې را لګوي

څــــوک رايادوي يارانو ، اوځمه له خود
نه اورم نــــــــغمه سازونه خولې رالګوي

اے سودا!! زمـا مزل کړه هغې خوا ته پيل
چـــــــرته چې د تلليو پلونه خولې رالګوي

مــــــــا وهي په شنو لختو نظمونه د اجمل
مـــــا ته د خوشال شعرونه خولې رالګوې

جارد عصر خدايه! زه هم څيز يم د خوارک
اوګوره نـــــــــــــهر وختونه خولې رالګوي

اوس خو د زخمونو خولې ګنډل هم دي مشکل
اوس خو خداے راستي زخمونه خولې رالګوي

بيا ممتــــــــــازه ځان وهم د ځان په عاشوره
بيا حســـــــين ،حسين غږونه خولې رالګوي

No comments:

Post a Comment